د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت بیا هم ولوېد
په افغانستان کې د افغانيو په وړاندې د ډالرو بیه نوره هم لوړه شوي ده. که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ډاډ ورکړی چې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره اړین اقدامات کوي خو نن د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۸۳ افغانۍ بدلیږي.