ټرمپ له اردن او مصر څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو کوربه توب وکړي
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې په تړانګه کې د "ناارامه وضعیت" په اړه وویل چې د اردن او مصر په څېر هېوادونه باید د زیاتو فلسطینیانو کوربه توب وکړي.
ډونالډ ټرمپ نن (یکشنبې په سهار، د جدي په ۷مه) وویل چې د اردن له پاچا ملک عبدالله سره یې خبرې کړې دي او غواړي چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره هم خبرې وکړي.
ټرمپ، چې په الوتکه کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د اردن د پاچا په اړه وویل: غواړي چې هغه د غړې خلک خپل هیواد ته وروبولي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر په دې په اړه نور جزئیات ورنه کړل چې د غزې اوسېدونکي به دې هېوادونو ته څنګه ولېږدول شي، یوازې یې دومره وویل چې دا کسان کېدای شي د لنډ یا اوږد وخت لپاره دغو هیوادونو ته انتقال شي.