ریچارډ بینیټ وايي، میلیونونه افغان نجونې چې له زده کړو بې برخې شوي باید هېرې نه شي
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، هغه میلیونونه نجونې چې په افغانستان کې له تعلیم څخه بې برخې شوې دي باید هېرې نه شي.
ښاغلي بینیټ پرون (د جنوري د ۲۴مه) د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له خوا لګېدلی بندیز، له بشري حقونو یوه ډېره لویه سرغړونه ده.
ښاغلي بینیټ دې مسئلې ته چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر تعلیم بندیز لګوي اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دا بندیز باید ختم شي.
پرون د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګروملتو په ګډون نړیوالو ټولنو، د بشري حقونو ډلو او فعالانو یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د افغان نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو دروازې پرانیزي.