فعالان: نړیوالې جنايي محکمې افغان ښځو ته د عدالت راوستلو لپاره مهم ګام اخیستی
د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د طالبانو د سترې محکمې د ریس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د بشري حقونو د بیلابیلوبنسټونو او د معترضو ښځو له هرکلی سره مخ شوی.