ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

خیرخواه: رسنۍ دې له اصولو سره سمې خپرونې وکړي

0
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه وايي، رسنۍ دې له اصولو سره سمې د ټولنې د پرمختګ لپاره خپرونې وکړي.


 


د طالبانو تر ولکې لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې  نوموړي دغه څرګندونې پرون  «د وزارتونو او خپلواکو ادارو وياندويانو او د رسنيو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه کې» کړې دي.


 


د طالبانو دغه سرپرست وزیر د رسنیو لپاره د اصولو سپارښتنه داسې وخت کوي، چې څه کم درې نیم کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي دي.


 


د بیان د ازادۍ کور په لیندۍ/ قوس میاشت کې ویلي وو، «په تېرو درېیو کلونو کې له ۳۰۰ ډېرې رسنۍ تړل شوي، ۹۰سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او طالبانو د رسنیو لپاره ۲۱ سخت محدودیتونه وضع کړي دي.»


 


خو طالبان وايي رسنۍ د اسلامي شریعت او افغاني اصولو په چوکاټ کې ازادانه فعالیت لري.