د کرکټ نړیوالې شورا د کال په غوره لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هم شامل شوي
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نن جمعه د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه د تېر ۲۰۲۴ ز کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره وړتیا ښودونکو لوبغاړو یوولس کسیز نوملړ خپور کړی، چې درې افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.
په اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان لخوا رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر اخیستل شوي دي.
دغه راز په دې لوبډله کې څلور سریلانکايي، درې پاکستاني او یو د ویسټ اینډیز لوبغاړي شامل شوي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو پر اساس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېر زیږدیز کال کې په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې غوره لاسته راوړنې درلودې.