ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2025

طالبانو د نړیوالې جنايي محکمې تازه پرېکړه وغندله

0
طالبانو د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د دوی د رهبر هیبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو جلب دوه ګونی چلن او سیاسي هڅول شوې موضوع بللې ده.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې په دغو طالب مشرانو د نړیوالې جنايي محکمې تورونه بې بنسټه بللي او رد کړې یې دي.


پرون نړیوالې جنايي محکمې یا (ICC) د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اعلان کړه چې د بشري حقونو ګڼو فعالانو یې ملاتړ کړی دی.


د دې محکمې څارنوال کریم خان د حکم د اعلان پر مهال وویل چې د طالبانو دغه مشران د بشريت پر خلاف په جنایتونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې لاس لري.