ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2025

د مصر ولسمشر د لیبیا له یوه پوځي مشر سره د لیبیا پر یووالي خبرې وکړې

0
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون د لیبیا د پوځي مشر خلیفه حفتر، چې د لیبیا پر ختیځ کنټرول لري، کوربه و.


دا د ۲۰۲۱م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه ده.


د السیسي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دې کتنې پر مهال ولسمشر سیسي د لیبیا د ملي بنسټونو د اتحاد او انسجام لپاره د مصر پر تعهد ټینګار وکړ.


د مصر ولسمشر د لیبیا د ټولو ګوندونو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه هم وکړه، چې د ځنډېدلو پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د لارې یوې هراړخیزې نقشې ته زمینه برابره کړي.