پاکستان وايي واخان د "افغانستان برخه" ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر واخان دهلېز د پاکستان د قبضې لګولو آوازې او راپورونه بې بنسټه وبلل.
د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون پنجشنبه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او په رسمیت یې پیژني.