د امریکا کانګرس په رسمي بڼه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا تصدیق وکړ
د کانګرس د ګډې جرګې مشري د امریکا اوسنۍ مرستیال ولسمشرې او په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کمالا هریس کوله.
اغلې هریس د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د ۳۱۲ ټاکنیزو پلاوو په ګټلو د ډونالډ ټرمپ بریا تصدیق کړه. هغې همدارنګه د ۲۲۶ ټاکنیزو پلاویو په ترلاسه کولو خپله ماته هم تایید کړه.