ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

د بریتانیا یو شمېر قانون پوهانو له افغانستان سره د کریکټ لوبو د لغوه کېدو غوښتنه کړې

0
د بریتانیا د پارلمان یوشمیرغړیو له انګلستان څخه غوښتي چې راتلونکې میاشت د افغانستان په وړاندې د کرکټ د چمپینز ټرافي لوبه بایکاټ کړي او ویلي یې دي چې د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) باید د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په وړاندې دریځ ونیسي.


ټاکل شوې ده چې انګلستان د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې په یوه ګروپ کې له افغانستان سره لومړنۍ لوبه وکړي.


د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې د دوشنبې په ورځ له ۱۶۰ څخه زیاتو سیاستوالو په یوه لاسلیک شوي لیک کې د انګلستان له لوبغاړو او چارواکو څخه غوښتي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د چلند په وړاندې غږ پورته کړي. په لیک کې زیاته شوې"  موږ له ECB څخه هم غوښتنه کوو چې د فبروري په ۲۶مه د کرکټ د نړیوالې شورا ICCچیمپینز ټرافي ګروپ پړاو کې د افغانستان په وړاندې د راتلونکې لوبې بایکاټ په پام کې ونیسي ترڅو یو واضح پیغام ورکړي چې دا ډول ناوړه چلند به ونه زغمل شي."


د ECB اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ په ځواب کې د کرکټ د نړیوالې شورا له  ټولو غړو هیوادونو څخه غوښتي چې د کرکټ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په اړه یو شان چلند غوره کړي.


انګلستان مخکې له افغانستان سره د ۲۰۲۳ کال د پنځوس اوریزو کرکټ نړیوال جام او همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې د شل اوریزو نړیوال جام کې مخامخ شوی و.


 تیر کال، آسټرالیا په افغانستان کې د ښځو لپاره د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړې وه.