ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024

له جنوبي ولايتونو وروسته طالبانو باميان کې هم د ماشومانو د زده‌کړو سيمه‌ييز ټولګي وتړل

0
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د سلګونو سیمه‌ییزو ټولګیو له تړلو وروسته، طالبانو تازه بامیانو ولایت کې هم ټول سيمه‌ييز ټولګي تړلي دي.


د بامیانو ولایت ځینې سيمه‌ييزې سرچینې وایي، دا لسګوڼه ټولګي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له‌خوا د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدماتو د مؤسسې "ډبليو‌ايس‌ټي‌اې" په همکارۍ د دې ولایت په ليرې پرتو سیمو کې فعال وو.




یادې سرچینې چې د زده‌کوونکو کورنۍ او د هغوی ښوونکي دي زياتوي چې، د دې ټولګیو تړل کېدو له سلګونو هغو هلکانو او نجونو څخه د زده‌‌‌کړو فرصت واخيست چې، له وړاندې یې ښونځيو ته لاس‌رسی نه درلود.


امیر مهدي، چې د بامیانو ولایت یو اوسېدونکی دی او درې ماشومانو یې په دغو ټولګیو کې زده‌کړه کوله، ازادی راډيو ته يې وویل: "دا ټولګي زموږ ماشومانو ته ډېر ګټور وو، ډېر څه یې زده کړي وو، خو بدبختانه طالبانو دا ټولګي له‌‌‌دې له امله بند کړل چې د کوچنيو هلکانو او نجونو ټولګي یوځای وو. له یونېسف څخه غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي، څو زموږ ماشومان له زده‌کړې محروم نه‌‌‌شي."


نجيب سادات چې د بامیانو یو بل اوسېدونکی دی، وايي: "دا ټولګي زموږ لپاره په لرې پرتو سیمو کې یوه هیله وه، هلته چې مکتبونه نه‌شته. اوس طالبان غواړي د دې ټولګیو پر ځای خپلې دیني مدرسې جوړې کړي او زموږ ماشومان یا مجبور دي د طالبانو دیني مدرسو ته لاړ شي یا له سواد څخه بې‌برخې پاتې شي."




یو ښوونکی، چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته يې وویل: "په بامیانو کې د زده‌کړیزو مرکزونو بندېدو دلیل څه دی؟ باید چارواکي یې ځواب ووايي. په‌‌داسې حال کې چې نیمه ټولنه له سواد بې‌برخې ده، باید هڅه وشي چې د زده‌کړې لارې لا زیاتې پرانيستل شي، نه دا چې هره ورځ په‌‌‌دې برخه کې د ګڼو ستونزو شاهدان واوسو. له مسوولینو، په ځانګړې توګه د یونېسف دفتر څخه غوښتنه کوو چې د زده‌کړیزو مرکزونو په بیا پرانيستلو کې مرسته وکړي."


بامیانو ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو لا په‌‌دې اړه څه نه‌‌‌دي ویلي.


په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) مسوولینو هم ازادی راډيو ته په‌‌‌دې اړه ځواب ور نه‌کړ خو، د روانې اوونۍ د سه‌شنبه، په ورځ د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د سلګونو سیمه‌ییزو ټولګیو له تړل کېدو وروسته، د یونېسف د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي وو چې، دوی دا وضعیت په غور څاري او ژر به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.




د طالبانو حکومت د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل په ګډون په جنوبي ولایتونو کې د نړیوالو ادارو په ملاتړ د سلګونو سیمه‌ییزو ټولګیو دروازې وتړلې.


سیمه‌ییز ټولګي چې د نړیوالو مرستندویو ادارو په مرسته فعالیت کوي، هغو هلکانو او نجونو ته د لومړنيو زده‌‌کړو فرصت برابروي، چې ښوونځي یې له استوګن‌ځایونو ليرې دي یا د فقر او ټولنیزو محدودیتونو له امله له زده‌کړې بې‌برخې پاتې شوي دي.


د یونېسف د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ زره سیمه‌ییز ټولګي په ۳۰ ولایتونو کې فعال دي، چې له ۵۶۶ زره څخه زیات ماشومان په‌کې زده‌کړه کوي.