د روغتيا نړيوال کلستر: د افغانستان شمال کې ناڅاپه سېلابونو يوشمېر ولسوالۍ اغېزمنې کړي
د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا نړیوال کلستر وايي، وروستیو سختو بارانونو او ورپسې ناڅاپه سېلابونو د کندز، بغلان او بلخ ولایتونو یوشمېر ولسوالۍ زیانمنې کړې دي.
د روغتیا نړیوال کلستر چې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د څو نړیوالو سازمانونو شبکه ده، د سهشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، د دغو ناڅاپه سېلابونو په پایله کې دوه ماشومان مړه شوي او د ښوونځیو او جوماتونو په ګډون شاوخوا ۴۶۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې، د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د اغېزمن شویو ټولنو ترمنځ له سېلاب څخه وروسته د عامو پایلو په توګه شدید نسناستی زیات شي.
په دوام کې د هغو کورنیو په حواله چې کورونه يې په جزوي او يا بشپړ ډول ويجاړ شوي راغلي، تر کومه چې لازمې مرستې ترلاسه نهکړي او يا هم خپل کورونه بیا جوړ نهکړي، په خپلو سیمو کې به پاتې کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د کندز د مرکز اوسېدونکي رحمانالدین ازادي راډیو ته وویل، سېلاب یو ناڅاپه راغی او هر څه یې ترې یووړ.
هغه وايي: "د شپې باران پیل شو او سهار وختي ډېر تېز شو او بیا سېلاب راغی، د خدای شکر دی چې ځاني زیان مو ونه لید، خو هیڅ څه موږ ته پاتې نهشو، د خلکو څاروي، فرش، لوښي، کور او ځمکې لهمنځه ولاړې، څوک دې کمرې سره راشي او ودې ویني چې موږ ته هیڅ هم نهدي پاتي، هر څه مو له لاسه ورکړل او ډېر څه ته اړتیا لرو، باور وکړئ چې هیڅ هم راته نهدي پاتې، خدای شاهد دی چې خوړلو ته څه نهلرو، د نورو خلکو حال تر ما بدتره دی."
دغهشان په بغلان ولایت کې یوه سېلابځپلي مطیعالله ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، خلک د ځښاک پاکو اوبو له شدید کمښت سره مخامخ دي.
هغه وايي: "په هغه سیمه کې چې سېلاب راغلی، ډېری خلک د څښاک اوبو او د خوړو او جامو مرستو ته اړتیا لري او ډېری کورونه د سېلاب له امله په بشپړه توګه لهمنځه تللي او موږ خلک بېوزلۍ، بېچارګۍ او د اوبو کمښت سره مخ یو."
دا پهداسې حال کې ده چې د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) پهدې وروستيو کې د اقليمي بدلون د نړيوالو کارپوهانو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې به په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه له ۱.۷ څخه تر ۱،۹ سانتي ګریده پورې لوړه شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې دوه ورځې وړاندې په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستې راټولولو په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وروستیو سېلابونو په شپږو شمالي ولایتونو بلخ، فاریاب، سرپل، بغلان، کندز او تخار کې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
یادې ادارې له دولتي او بهرنیو بنسټونو غوښتي چې، له دغو سېلابځپلو سره دې مستقیماً یا هم د دې ادارې له لارې هر ډول ممکنه مرسته وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو لهمخې، تېر کال هم په بغلان ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شول او زرګونه کورونه ویجاړ شول.