ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024

آی‌پي‌ایل سیالیو ته د ۷ افغان لوبغاړو اخیستل؛ د کرکټ مینه‌وال او پوهان د لوبغاړو ګډون ته خوښ او مهم یې بولي

0
د هند د کرکټ د سوداګریز لیګ یا "آی‌پي‌ایل" د ۲۰۲۵م کال د سياليو لپاره د لوبغاړو د اخیستلو په بولۍ کې د راشد خان په ګډون چې مخکینۍ لوبډلې یې د ۱۸ کروړه هندي روپيو په بدل کې له ځان سره ساتلی، ٦ لوبغاړي د بولۍ له لارې د بېلابېلو لوبډلو له‌خوا په لوړو بيو پېرل شوي دي.


د هندوستان د تجارتي ليګ یا "آی‌پي‌ایل" د ۲۰۲۵ کال د سياليو لپاره ۷ افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.


راشدخان له وړاندې پخوانۍ لوبډلې یې ګجرات ټايټانز د ۱۸ کروړه هندي روپيو په بدل کې د راتلونکي "آی‌پي‌ایل" لپاره له ځان سره ساتلی و.


د ۲۰۲۵م کال د سیالیو لپاره لوبډلو ته د لوبغاړو د انتخاب ستره بولي سږ کال د نومبر په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه د سعودي عربستان د جدې په ښار کې ترسره شوه چې ټولو لسو لوبډلو د ۶۳۹.۱۵ کروړه هندي روپیو په بدل کې ۱۸۲ هندي او بهرني لوبغاړي خپلو لوبډلو ته انتخاب کړل.


که څه هم د سږ کال بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي وو، خو له ډلې له راشد خان پرته یوازې شپږ لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو انتخاب کړل چې د بولۍ له لارې تر ټولو په لوړوه بیه پېرل شوی لوبغاړی نوراحمد و چې چینای سوپرکېنګز لوبډلې په لس کروړه هندي روپیو واخیست.


الله محمدغضنفر بیاپه څلور کروړه او اتیا لکو هندي روپیو د ممبيي اینډيز لوبډلې واخیست.




دغه شان د افغان لوبغاړو له ډلې عظمت‌الله عمرزی په دوه کروړه او شل لکه د پنجاب کېنګز، رحمن‌الله ګربز په دوه کروړه د کلکته نایټ رایډرز، فضل حق فاروقي په دوه کروړه د راجستان رایلز او کریم جنت په ۷۵ لکو هندي روپیو د ګجرات ټایټانز لوبډلې واخیست.




د افغانستان کرکټ بورډ وياند سيد نسيم سادات په دې سياليو کې د افغان کريکټ لوبغاړو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ډېر د خوښۍ ځاى دى چې افغان لوبغاړي چې په افغانستان کې روزل شوي، په بېلابېلو سيالۍ کې ورته د ګډون فرصت برابرېږي او اوس د آى‌پي‌ايل په سياليو کې بېلابېلې سوداګريزې لوبډلې له دوى تمه لري چې په لوړو بيو له هغوى سره ولوبېږي او هم هلته بېلابېل روزونکي شته او د زده‌کړې لپاره يو بېل پلټفارم دى چې دوى ته برابرېږي."


کرکټ پوهان دې سيالۍ کې د افغان لوبغاړو لوبېدل ډېر مهم بولي.


له ډلې یې فرهاد فدايي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "ځکه د نړۍ هر ګوډ نه لوبغاړي لوبېږې، دا چې د افغانستان له اړخه په کې لوبغاړي لوبېږي، د خوښۍ ځاى دى، د مالي لحاظه هم ډېر مهمې دي، دغه لوبې کله چې دوى په لوړو بيو واخيستل شي کرکټ بوړډ ته يې هم ګټه رسېږي، بل نېټ ورکېنک دى په‌کې، له بېلابېلو هېوادونو سره اړيکې په‌کې جوړېداى شي، له افغانستانه نور لوبغاړي ور معرفي کوى شو او د هغومره رش او خلکو تر منځ چې دوى ولوبېږي دوى نورو لوبو ته اماده کېږي، نوي نړيوال جام ته لا ښه اماده کېږي."


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مينه‌وال هم دې سياليو کې د افغان لوبغاړو لوبېدلو ته خوښ دي.


له کابله د کرکټ مينه‌والې فتانې غفورزۍ ازادي راډيو ته وويل: "په آى‌پي‌ايل کې د افغان لوبغاړو اخيستل د دوى د ښه مهارت او شهرت ښکارندويي ده، موږ ډېر خوشاله يو، ډېر يې ملاتړ کوو او تل د خپلو لوبغاړو لپاره دغه لوبې څارو هيله لرو چې افغان لوبغاړي لا ډېر پرمختګ وکړي."




نوموړې وايي، دغه لوبې ځکه ګوري چې افغن لوبغاړي په‌کې لوبېږي.


د يادونې ده چې بولۍ ته درې نور افغان لوبغاړي محمدنبي، نوین‌الحق او مجیب‌الرحمن هم وړاندې شول، خو کومې لوبډلې وانه‌خیستل.


د "آی‌پي‌ایل" د لوبغاړو د پېرلو په مراسمو کې سږ کال تر ټولو لوبغاړو په لوړه بیه هندی رېشب پنټ د لکنو سوپر جاینټز له لوبډلې سره یوځای شو چې تر یوې اوږدې او سختې بولۍ وروسته په ۲۷ کروړه لکنو لوبډلې واخیست او دا د آی‌پي‌ایل د بولۍ په تاریخ کې د یوه لوبغاړي تر ټولو لوړه بیه ده.


د آی‌پي‌ایل د ۲۰۲۵م کال لوبې به د مارچ په ۱۴مه پیلېږي او د مې په ۲۵مه به پای ته رسېږي.