ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30

جي‌ايس‌سي: له شپږسوه زره ډېر اړمن افغانان به له ژمنيو مرستو بې‌برخې شي؛ خلک: مرستو ته اړتيا لرو

0
د سرپناه نړیوال کلسټر (جي‌ايس‌سي) وايي، د بېلابېلو ستونزو له کبله به څه باندې شپږ سوه زره اړمن کسان په افغانستان له ژمنیو مرستو بې‌برخې پاتې شي.


دغه کلسټر چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ (یواين‌ايچ‌سي‌ار) او نورو اړونده بنسټونو سره په ګډه کار کوي، پرون جمعه د (نومبر ۲۲مه) په یو راپور کې ویلي، د بېلابېلو ستونزو له کبله به څه باندې شپږ سوه زره اړمن کسان له ژمنیو مرستو بې‌‌برخې پاتې شي.




په راپور کې د بوديجې کمښت، پر ښځینه کارمندانو محدودیتونه او بیروکراسي د مرستو د نه رسېدو لوی لاملونه بلل شوي دي.


په راپور کې دغه‌شان راغلي، که څه هم د روان ۲۰۲۴کال د جنورۍ څخه تر اکټوبر میاشتې له اړمنو سره د سرپنا په ګډون بېلابېلې مرستې شوي، خو لاهم د عاجلو ژمنیو مرستو لپاره ۳۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.


د راپور له‌‌‌مخې طبعي افتونو څخه زیانمن شوي او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي کډوال تر ټولو ډېر زیانمونکي دي.


په همدې حال کې له طبعي افتونو یوشمېر زیانمن شوې کورنۍ بیا وايي، که د هوا تر سړېدو ورسره ژمنۍ مرستې ونه‌شي نو له جدي ننګونو سره به مخامخ شي.


د بغلان ولایت اوسېدونکې او له طبعي افتونو زیانمنې شوې مرضیې په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د کور ټول وسایل په سېلابونو کې له‌منځه ولاړل، اوس د ژمي په رارسېدو له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، بخارۍ، کمپلۍ او ګرمښت لپاره کافي څه نه‌‌لرو، له چارواکو نه مو غوښتنه ده چې مرستې راسره وکړي که داسې نه‌‌کوي نو په‌‌‌دې ژمي کې به مو ستونزې بیخي ډېرې وي."




د ننګرهار ولایت اوسېدونکي سمیع‌‌الله د ورته اندېښنې په شریکو سره ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته د حکومت په ګډون ډېرو بنسټونو او خلکو د مرستو ژمنې کړي لاهم دوی ته سترګې په لار یو، هیله مو دا ده چې د کور جوړولو او د ماشومانو د زده‌‌‌کړو په برخه کې مو لاسنیوی وکړي."


دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم اندېښنه ښودلې وه چې یوازې په هرات کې ۲۵ زره زلزله‌‌‌ځپلې کورنۍ د سرپناه له نشتوالي سره مخامخ دي.


په تېرې اکټوبر میاشت کې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ايف‌پي) هم خبرداری ورکړی، چې اوس‌مهال له ۲۷ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.




د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه راستانه شوي یوشمېر کډوال هم وايي، دا چې امکانات نه‌‌لري نو د ژمي رارسېدو ته ډېراندېښمن دي.


محمد قادر چې څلور میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راغلی، په‌‌دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "دا څلور میاشتې کېږي موږ راغلي یوو، وضعیت مو ډېر خراب دی هر چاته خپل عرض وړاندې کوو چې، زموږ غږ واوري اوس دا دی ژمی هم راغی موږ دلته د بل چا په کور کې چې د لنډې مودې لپاره یې راکړی اوسیږو، ترڅو به مو پردیو کورونو کې اړولي وي."


د یادونې ده چې په‌‌دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون ځپونکې څپې په افغانستان کې د ګڼو ویجاړیو او قربانیو ترڅنګ لسګونه زره کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړ ویستلي، چې د ملګروملتونو په ګډون بېلابېلو بنسټونو د ژمي په رارسېدو دغو اړمنو ته د مرستې رسونې په اړه وار له‌مخې اندېښنې ښودلې دي.