"سيداو" ته د افغان مېرمنو په اړه د دورهيي راپور چمتو کول؛ افغان مېرمنو پر طالبانو د زياتو فشارونو غوښتنه کړې
په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولي او سفارت د ښځو په وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کمېټې لپاره خپل څلورم دورهیي راپور چمتو کوي.
په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کمېټې CEDAW لهدې استازولۍ څخه په رسمي ډول غوښتي، څو د دې کمېټې لپاره خپل څلورم دورهيي راپور چمتو کړي.
د یادې استازولۍ مستشار او د بشري حقونو د برخې مسوول محبالله تایب ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا راپور د ښځو غږ پورته کولو او روانو ننګونو ته د رسېدو لپاره یو فرصت دی.
نوموړی وايي: "د افغانستان دایمي استازولۍ پوهېږي چې دا څلورم دورهيي راپور یو ملي راپور دی، نو له کله یې چې د دې راپور د چمتو کولو غوښتنه ترلاسه کړې، پهدې هڅه کې دی چې وشي کولای ښځې، د ښځو د حقونو فعالانې او دې موضوع ته اړوند د افغانستان دننه او بهر بنسټونه پهدې پروسه کې شامل کړي."
د ښاغلي تایب په خبره دا دورهيي راپور په هرو څلورو کلونو کې یو ځل چمتو کېږي او سيداو ته سپارل کېږي، چې د افغانستان په اړه وروستی یو یې په ۲۰۱۹ کال کې چمتو شوی و.
یادې استازولۍ او سفارت د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱مه) په خپله ایکسپاڼه (پخواني تویټر) هم د دې راپور په اړه د لیکلو سربېره ویلي، د ملګروملتونو سازمان غړي هېوادونه او اړونده سازمانونه په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او جدي سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې لري.
د سفارت په بیان کې دغه شان راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ښځو د حقونو په برخه کې سخت په شا تګ رامنځته شوی دی.
داسې مهال چې طالبانو تل ادعا کړې، د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نهده.
د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي د سیداو CEDAW لپاره د افغانستان د څلورم دورهيي راپور چمتو کول یو ښه فرصت بولي.
نوموړې وايي: "زه فکر کوم دا یو ښه فرصت دی. هیله لرم چې دا ځل یو ښه پرمختګ ولري او اړین اقدامات ترسره شي، باید فشار راوړل شي، څو د افغان مېرمنو حقونه په افغانستان کې ځانګړي شي."
خو ښځو د حقونو یوه بله فعاله، نسرین حمیدي بیا یوازې راپورونه جوړول کافي نه بولي او دا هم په فشارونو ټینګار کوي.
هغه وايي: "نړیواله ټولنه باید په نړیواله کچه طالبان منزوي کړي او اقتصادي او سیاسي فشارونه پرې زیات کړي او د ښځو د حقونو لپاره جدي او پایله درلودونکي ګامونه پورته کړي."
افغانستان په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون ((CEDAW لاسلیک کړ.
د سیداو CEDAW په نوم د نړیوال کنوانسیون لهمخې باید له ښځو سره هيڅ ډول تبعیضي چلند ونهشي.
تر دې مخکې د جرمني، هالند، استرلیا او کاناډا په ګډون یوشمېر هېوادونو له طالبانو غوښتي و چې، د دې کنوانسیون اصولو ته غاړه کېږدي چې د مخالفت په صورت کې به له افغان ښځو سره د تبعیض قضیه په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.
د نړۍ ۱۸۹هېوادونو سیداو تصویب کړی چې دا د ملګروملتونو د بشري حقونو تر ټولو پراخ تایید شوي تړونونه تشکیلوي.
هغه غړي چې د کنوانسیون له مېکانېزم سره یې موافقه کړې، کولی شي چې نور غړي د کنوانسیون د ادعا شویو سرغړونو په اړه وننګوي.