د سېلابونو مخنيوی؛ د خوړو او کرنې ادارې کندز کې ۳۰۰۰خندقونه ايستلي
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، د نړیوال بانک په مرسته یې په کندز کې ۳۰۰۰ خندقونه ایستلي.
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې د سېلونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تقویت او په غرونو کې د خاورې د حفاظت لپاره د خندقونو کېندل یوه اساسي حللاره بللې ده.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي چې، تازه یې د کندز په اقتاش او علياباد ولسوالیو کې درې زره خندقونه ایستلي دي.
دا پروژې د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شوي چې اکثر پهکې د سیمې خلکو برخه اخیستې ده.
د ملګروملتونو د کرنې او خوړو ادارې سږ کال وړاندې هم خبر ورکړی و چې، په افغانستان کې یې اته میلیون او درې لکه خندقونه په بېلابېلو سیمو کې ایستلي، څو د سېلونو د ورانیو په مخنیوي کې ګټور تمام شي.
د اوبو د مدیریت او د اقلیمي چارو متخصصان بیا وایي، افغانستان د اقلیمي بدلونو له لویو زیانګالو هېوادونو دی چې اړتیا ده تر دې زیات د سېلونو د مخنیوي او د اوبو د زېرمې پروژې پهکې تطبیق شي.
د اوبو د مدیریت او اقلیمي چارو متخصص دکتور عاصم مایار ازادي راډیو ته وویل: "د دومره خندقونو کښل یو ښه خبر دی په خاصه توګه هغو سیمو کې چې دا خندقونه پهکې ایستل شوي. خو که موږه د اقلیمي بدلون اغېزو ته وګورو چې هغه تقریباً د افغانستان ټولې سیمې اغېزمنوي نو دغومره خندقونه نهشي کولای چې د افغانستان ډېرې سیمې تر پوښښ لاندې راولي له همدې کبله دا کافي نهدي. دوهم علت یې دا دی چې د طبیعي پېښو مخنیوی یوازې په دغو خندقونو نهشي ترسره کېدای د هغو لپاره د اوبو د مدیریت نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده تر څو په اغېزمنه توګه اوبه وساتل شي او د طبیعي پېښو لکه سېلابونو مخنیوی وشي."
غیر معمولي او بېوخته بارانونه سږکال د دې لامل شول چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې سېلونه راووځي او د لکونو کسانو ژوند متاثره کړي.
په افغانستان کې غیر معمولي او بېوخته بارانونه د اقلیمي بدلونو له پایلو سره تړلي بلل کېږي.
افغانستان د اقلیمي بدلونو له لسو لویو زیانګالو هېوادونو دی.
د اقلیمي بدلونو سره د مبارزې په هدف نړیوال کنفرانس د ملګروملتونو لهخوا د اذربایجان په باکو کې روان دی.
سربېره پهدې چې دا کنفرانس هېوادونه هڅوي څو د ګلخانهیي ګازونو د تولید کچه کمه کړي، له مخ پر وده هېوادونو سره د اقلیمي بدلونو د اغېزو د مبارزې په برخه کې په مالي مرستو هم غور کوي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو پلاوی له افغانستانه هم دغه کنفرانس کې حضور لري.
سږ کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورانوونکي سېلابوونه راووتل او د ځمکو، هستوګنو سیمو او باغونو په تخریب سربېره یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله.
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د روان کال په اپرېل، مې او جولای کې دا مرګوني او ورانګر سېلونه راوتلي وو.
د ملګروملتونو د مرستندویو او ژغورونکو ټیمونو د راپورونو پر اساس لږ تر لږه ۷۰۰ کسان په دغو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې سېلونو مړه کړل او څه باندې ۲۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.
تر ټولو زیاته مرګژوبله د بغلان خلکو ته واوښته.