يوشمېر کابل ښاريان: غږيزې ککړتيا له رواني ستونز سره مخامخ کړي يو
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، غږیزې ککړتیا او شورماشور له ډول-ډول رواني ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی وايي، غږیزه ککړتیا یوازې د ښارونو تر ګڼمېشتو سیمو پورې محدوده نهده، بلکې په لارو کوڅو کې هم د پلورونکو د لوډسپېکرونو شورماشور ځورونکی دی او باید مخه یې ونیول شي.
د کابل ښار اوسېدونکي محمد سلیم پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ډول-ډول توکو پلورونکو لوډسپکرونه لګولي، چیغې وهي او شورماشور یې جوړي کړی وي دا ډېر تاون رسوي، شخصا په ما خو دومر بد لګیږي لکه د ټوپک ډز، حکومت ته پکار ده چې دا بند کړي چې بیخي څوک د لوډسپېکر نوم وانهخلي، په ښارونو، اطرافو او په هرځای کې دوی دومره غالمغال جوړ کړی وي چې سړی بیخي پوزې ته راولي."
غږیزه ککړتیا هغو لوړو غږونو ته ویل کېږي چې پرغوږونو ښه نه لګېږي او کولای شي چې انسان په بېلابېلو روحي او رواني ناروغیو اخته کړي.
د ترسره شوې یوې نړیوالې سروې لهمخې، چې پایلې یې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې خپرې شوې په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۴۰۰ میليونه کسانو روغتیا د غږیزې ککړتیا له امله اغېزمنه شوې او هرکال لسګونه زره کسان د غږیزې ککړتیا له کبله د ورپېښو ناروغیو امله له وخت مخکې مري.
د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې شفیقه چې په کور کې ناروغ لري وايي، له ځنډ پرته باید د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره اقدامات وشي.
هغه پهدې اړه وايي: "دا کوم کسان او لاسي کراچۍ چې په کوڅو کې ګرځي خوراکي او غیر خوراکي توکي پلوري د لوډسپېکرو اواز یې ډېر لوړ دی، زما په ګډون هغه ټول کسان چې په کورونو کې ناروغان لري، دې شورماشو له ذهني پلوه ډېر نارامه کړي، باید په اړه یې اقدامات وشي."
دا چې د غږيزې ککړتيا مخنيوی څنګه کېدای شي او پهدې اړه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ کوم اقدامات کړي؟ پهدې اړه د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
خو د کابل ښاروالۍ د وېبپاڼې د معلوماتو لهمخې دوی د ۱۴۰۲ کال په وروستیو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې د غږيزې ککړتيا د مخنيوي په خاطر د يو کمپاين پر مهال له ګڼو کراچیو لوډسپېکرونه ټول کړي دي.
خو پلورنکي وايي، دا کار د اړتیا لهمخې کوي، ترڅو توکو ته یې د خلکو پام واوړي.
محمد نعمان چې د کابل په لارو کوڅو کې جوش کړي جوار پلوري، پهدې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا لوډسپېکر دې لپاره لګولی چې خلک خبر شي او جوار واخلي، که څه هم خلکو ته مزاحمت کوي خو له مجبورۍ دا کار کوو ځکه د خلکو له خبرولو پرته مو فروشات ډېر کم وي."
نعمان وايي، یوازې دوی نه بلکې موټرو، ریکشاو او نورو لېږدونکو وسایطو هم شورماشور جوړ کړی، چې باید د ملامتۍ ګوته یوازې دوی ته ونهنیول شي.
د یادونې ده چې د منظم ښاري سيستم، په کراچیو پلورونکو ته د توکو د پېر او پلور د مناسب ځای نهموجودیت او پهدې برخه کې د اړونده ادارو د جدي اقداماتو نه کول په کابل او لویو ښارونو کې د غږيزې ککړتيا لوی لاملونه بلل کېږي.
ډاکټر او ارواپوه عبدالکریم صافی وايي، غږیزه ککړتیا د انسان په روح او روان منفي اغېزې پرېباسي او که مخنیوی یې ونهشي په اوږدمهال کې د ګڼو روغتیايي ستونزو سربېره انسانان په دوامداره وسواس او ذهني نا ارمتیا اخته کولی شي.