نن د زغم نړيواله ورځ ده؛ د نهزغم لاملونه څهدي؟
نن د نومبر ۱۶مه د زغم له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
په افغانستان کې د پراخې ټولنیز بېلابېلوالي په پام کې نیولو سره، زغم او حوصلهمندي د افغانانو ترمنځ د کلونو په اوږدو کې له لوړو ژورو سره مخامخ شوې ده.
امیدالله چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، له ازادي راډيو سره يې په خبرو کې د زغم او یو بل منلو اهمیت بیانوي، خو اعتراف کوي چې کلهکله په خپلو دوستانو او کورنۍ کې چې د خپل اند د مخالفت سره مخ کېږي، نو خپل زغم له لاسه ورکوي.
هغه وايي: "د نومبر ۱۶مه د زغم نړیواله ورځ ده او زغم د یو بل درناوی، منل او قدرداني کول دي، کله داسې کېږي چې زه هم بېحوصلې شوی یم، خو لږ وخت وروسته پرې بېرته پښېمانه شوی یم."
فاطمه افضلي چې په ایران کې افغان کډواله ده، د زغم او یو بل د افکارو د نه منلو حالت د اندېښنې وړ ګڼي.
نوموړې وایي، د دغو مسايلو په پام کې نه نيول د ټولنیزو ستونزو د منځته راتلو لامل کېږي.
هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "کله چې موږ په داسې یوه محیط کې ژوند وکړو چې زموږ روحاني او رواني حالت ښه نهوي، انسان خامخا بېحوصلې کېږي. کله چې هر هېوادوال په هر کونج کې له فقر، بېکارۍ او بېارزښته حالت سره لاس او ګرېوان وینو، نو زموږ وجود ذرې ذرې اور اخلي او سوځي."
له بلې خوا یوشمېر ټولنیز فعالان د افغانستان د زغم د حالت په اړه په بېلابېلو برخو کې اندېښنه څرګندوي.
نثار احمد چې یو له دغو فعالانو څخه دی ازادي راډيو ته يې وويل: "له بدهمرغه په افغانستان کې زغم کول یوه ډېر لويه ستونزه ده. د افغانستان نننی حالت داسې شوی چې موږ د افراط او تفریط ترمنځ بند پاتې یو، یا به یو افراطي انسان یې یا تفریطي او که د منځ لاره دې نیولې وه او زغمناک انسان وې، هيڅ اړخ دې نهمني."
متخصصان باور لري چې د کلونو جګړو او بېلابېلو ستونزو له امله د افغانانو ترمنځ د زغم کچه کمه شوې ده.
ډاکټر همت چې د رواني او عصبي ناروغیو متخصص دی، د زغم نه کولو عواملو په اړه وايي: "اصلي لامل دا دی چې دلته څلوېښت کاله جګړه تېره شوې ده. دویم علت دا دی چې ډېری خلک، ښځې او نارینه، د رواني ستونزو ښکار دي."
د افرادو د زغم د کچې د لوړولو لپاره د ارواپوهانو توصیه څه ده؟
ارواپوه اسدالله ضیا وايي: "زموږ توصیه دا ده چې یا خو دې یو ارواپوه متخصص ته مراجعه وکړي، یا دې ژور فکر وکړي چې په تېرو وختونو کې یې کومې تجربې درلودلې او څنګه کولی شي له ځان سره جوړجاړى وکړي، هر څومره چې انسان پوهاوی پیدا کړي، په همغه اندازه به د خپل حالت په کنټرول کې بریالی وي."
دا پهداسې حال کې ده چې د نومبر ۱۶مه د زغم نړیواله ورځ ده.
د ملګروملتونو عمومي غونډې په ۱۹۹۶کال کې دغه ورځ د زغم نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.
د ملګروملتونو په باور، زغم د بشري حقونو او د نورو د اساسي ازادیو درناوی دی، خلک په طبیعي ډول بېلابېل دي او یوازې د زغم له لارې کولی شو د ګډو ټولنو بقا په هره سیمه کې تضمین کړي.
د یادونې ده چې په ډېری هېوادونو کې د زغم نړیواله ورځ د مدني فعالانو، د بشري حقونو ملاتړو او فرهنګپالو لهخوا د ویناو، سمینارونو، کنفرانسونو او نندارتونونو په بڼه لمانځل کېږي، ترڅو د زغم او مذهبي، قومي، کلتوري حوصلې د معناو په اړه پوهاوی زیات کړي او په بېلابېلو برخو کې د ملتونو ترمنځ د همکارۍ او خبرو اترو هڅونه وکړي.