افغانستان د اقلیمي بدلون د ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی
افغانستان چې د نړۍ له خورا بېوزلو هېوادونو څخه دی، په عینحال کې په هغو هېوادونو کې هم شامل دی چې اقلیمي بدلونونو سخت زیانمن کړی دی.
څو لسیزو جګړو او د چاپیریال زیانونو افغانستان پهداسې یوه هېواد بدل کړی دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله خورا ډېر زیان ور اوښتی دی.
د چاپيریال متخصصان وايي چې، د تودوخې د کچې لوړېدو په افغانستان کې د وچکالیو، سېلابونو او د ځمکې د ښویېدو په څېر د طبیعي پېښو په سختوالي او شمېر کې هم زیاتوالی راوستی دی.
د تېرو څو کلونو طبیعي پېښې پهدې هېواد کې چې میلیونونه وګړي یې له لوږې سره لاسوګرېوان دي، بشري او اقتصادي بحران هم زیات کړی دی.
د متخصصانو په وینا اقلیمي بدلون د افغانستان خلک چې اتیا سلنه یې د ژوند لپاره پر طبیعي سرچینو متکي دي، له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.
د جمهوري نظام سقوط له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان توان هم کمزوری کړ.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې وځنډولې او ورسره په وروستیو څو کلونو کې د بشري حقونو او نورو مسایلو په خاطر له افغانستان سره د نړیوالو په بشري مرستو کې هم په چټکۍ سره کموالی راغی.
د طالبانو د حکومت یو پلاوی اوسمهال د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګروملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې ګډون لري، خو د دوی حکومت چې نړیوالو تر اوسه په رسمیت نهدی پېژندلی، ښايي ونهشي کولای د اقلیمي بدلون د ناوړه اثراتو پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان ته د نړیوالو مرستې جلب کړي.
افغانستان د مضرو یا ګلخانهیي ګازونو په تولید کې ډېره ونډه نهلري، خو له اغېزو څخه یې چې د تودوخې ناڅاپي لوړېدل دي، سخت زیانمن شوی دی، ځکه له ۱۹۵۰ کال راهیسې پهدې هېواد کې د تودوخې کچه د سانتيګراد ۱،۸ درجې لوړه شوې ده، پهداسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د تودوخې د لوړېدو کچه په منځني ډول ۱،۵ درجې ده.
د ملګروملتو د انکشافي پروګرام (UNDP) د معلوماتو لهمخې د تودوخې لوړېدو پر کرنې او د کرنیز ارزښت پر کړۍ چې د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر جوړوي ناوړه اغېز کړی دی.
د روان کال د پسرلي او دوبي سېلابونو له ۳۰۰ زیات افغانان ووژل، له ۲۰ زرو ډېر نور یې له خپلو مېنو بېځایه کړل او زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړه.
د (UNDP) د اټکل لهمخې دې سېلابونو د افغانستان کلني اقتصاد ته له ۴۰۰ میلیون ډالرو ډېر زیان اړولی دی.
افغانستان د خپلو ګاونډیانو لپاره د پاکو اوبو عمده سرچینه ده، خو د اقلیمي بدلون په نتیجه کې چې د اوبو تاسیسات زیانمن شول نو ورسره ناڅاپه د اوبو د کمښت ستونزه هم زیاته شوه.
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسیف اټکل کوي چې له لسو افغانانو څخه اته تنه یې نور نو پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
د ملګروملتونو د ارقامو لهمخې د افغانستان ۶۴سلنه وګړي وچکالۍ ځپلي دي، چې دې د هغو افغانانو شمېر زیات هم زیات کړی چې له غذايي ناامنۍ سره لاسوګرېوان دي.
د ملګروملتو د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) ارقام هم ښيي چې اقلیمي بدلون له افغانستانه بهر ته د کډوالو او د کورنیو بېځایه شویو د شمېر د زیاتېدو سبب شوی دی.