د پاکستان پوځ په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده
د پوځ د عامه اړيکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په يو بل بيان کې هم ادعا کړې ده چې د نومبر د ۱۲ او ۱۳ ترمينځ شپې مهال يې د بلوچستان په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور وسلوال ووژل.