ګلګت بلتستان: په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو جنازې وشوې
چارواکي وايي، د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې د نومبر پر ۱۳مه د هغو کسانو جنازې وشوې چې یوه ورځ مخکې یې بس سیند ته پرېوتی وو. چارواکي وايي چې د جنجیانو په بس کې ۲۷ تنه سپاره ول چې پکې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي. په همدې حال کې حکومتي کارکوونکو او خلکو د ورکو کسانو لټون ته دوام ورکړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.