طالبانو حافظ اکرام الدین کامل په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ سرپرست مقرر کړی دی
د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت حافظ اکرام الدین کامل د هند په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ د سرپرست په توګه ګومارلی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوموړي د ګومارنې خبر د نومبر پر ۱۲مه ناوخته د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته تایید کړی دی.
خو وزارت او د هند حکومت د دې راپور تر خپرېدو پورې رسماً څه نه ول ویلي.
د راپورونو له مخې، کامل د نړیوالو حقوقو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي او تر دې مخکې یې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو د ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
راپورونه وايي چې نوموړی اوسمهال په ممبۍ کې د طالبانو د ډېپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي.
حافظ اکرام الدین کامل د طالبانو لومړنی لوړپوړی ډېپلوماټ دی چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د هند په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست ټاکل شوی دی.
په همدې حال کې هندیو رسنیو ویلي دي چې نوی دلی ښايي چمتو دی چې پر خپله خاوره د طالبانو یو لوړپوړی ډېپلوماټ رسماً ومني.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جې پي سېنګ کابل ته په سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د دفاع له سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد سره ولیدل.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په وینا، جې پي سینګ ژمنه وکړه چې افغانانو ته د ویزو د ورکولو او د ایران د چابهار بندر د چارو د ګړندي کېدو په برخو کې به زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي د نومبر پر ۱۱مه وویل چې د هند په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
نوي دلي پر افغانستان د طالبانو له واګمنېدو راهیسې په کابل کې خپل سفارت تړلی او د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.