ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

هلمند کې خانشين ته غځېدلې لار؛ د سيمې خلک يې په دښتونو کې د ورکېدو کيسې کوي

0
د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابوالي د دې ولسوالۍ اوسېدونکي، موټرچلوونکي او د سیمې مسوولین له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.


د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي او موټر چلونکې وايي، دوی ډېری وخت د لارو د نشتوالي له امله په دښتونو کې ورک شوي دي.


محمد صدیق، چې موټر چلونکی دی وايي: "موږ هر وخت په‌دې لار کې له ستونزو سره مخامخ کېږو، لاره خرابه ده، موټرونه خرابېږي او ډېر وخت خو د لارې نه‌معلوموالی هم موږ ته مشکلات جوړوي."


عبدالسلام چې د خانشین یو ځايي اوسېدونکی دی وايي: "موږ په‌‌دې سیمه کې تل له ستونزو سره مخامخ یو، دلته یو ښه او معلومه لاره نه‌شته چې مسافر پرې په ډاډه زړه تګ وکړي، له چارواکو غوښتنه کوو چې دا لار جوړه کړي."


د هلمند خانشین ولسوالۍ د پاکستان سره د جنوب له لوري پوله لري او د دې ولسوالۍ اکثره برخې د همدغې سرحدي کرښې ته نږدې پرتې دي.


خانشین له لښکرګاه څخه تقریباً ۱۶۵ کیلومتره لیرې د جنوب لوېدیځ په لوري پرته ولسوالۍ ده.




د خانشین ولسوال مولوي عبدالصمد بریالی وايي، د خانشین اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو له ټولو څخه یوه مهمه ستونزه يې خراب سړکونه او د تګ راتګ اسانتیاو کمښت دی.


نوموړی وايي، دغه خرابې لارې نه یوازې خلک له اقتصادي او روغتیایي ستونزو سره مخ کړي، بلکې د پاکستان څخه د غیر قانوني وسایطو راوړلو مسئله یې هم پراخه کړې، چې په سیمه کې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو سبب ګرځېدلې ده.




هغه وايي: "زموږ د ولسوالۍ لار ډېره خراب حالت کې ده او موږ د هلمند له مسوولینو غواړو چې د دې لارې د رغولو لپاره عملي ګامونه واخلي. موږ د پاکستان له‌خوا په غیر قانوني ډول راوړل شوي موټر هم ګورو چې دلته قاچاق کېږي او دا وضعیت خلک د امنیت له اړخه هم اندېښمن کړي."


د هلمند ولایت د والي ویاند محمد قاسم ریاض وايي، یادې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې لپاره څه اندازه کار شوی دی.


هغه وايي: "موږ د جنوبي ولسوالیو په لارو کې د شپې لپاره لایټونه او د سمنټ پایې نصب کړي، ترڅو مسافر او موټرچلوونکي په‌‌دې لارو کې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي او له ستونزو سره مخامخ نه‌‌شي. په پام کې لرو چې د خانشین لارې په برخه کې هم اساسي اقدامات وکړو."


د هلمند سیمه‌ییز چارواکي که څه هم په نورو لارو کې د اسانتیاو لپاره اقدامات کړي، خو د خانشین اوسېدونکي دوی ته د غځېدلې لارې په اړه اوس هم بشپړ عملي ګامونو ته په تمه دي.


د دې لارې رغول به نه یوازې د سیمې اوسېدونکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې د اقتصادي فعالیتونو په ښه کېدو کې هم مهم رول ولري.