ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

يو‌‌ايس‌اې‌آی‌ډي: افغانستان کې د غاليو د توليد کچه لوړه شوې؛ غالۍ اوبدونکي څه وايي؟

0
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.


يادې ادارې پرون دوشنبه د (نومبر په یوولسمه) په خپل ايکس‌پاڼه کې په یو بیان کې ویلي چې، د افغانستان د غالیو د تولید اندازه له ۱۰۱ میلیون متر مربع نه ۳۰۳ میلیون متر مربع ته لوړه شوې ده.




دغه ادارې دا هم ویلي، د غالیو د تولید ارزښت هم نږدې ۳۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.


د بیان له‌‌مخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوس‌مهال نژدې دولس لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې نوي یې ښځې دي.


په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا ACEBA په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.


په همدې حال کې د غالیو یوشمېر تولیدونکي مني چې د ACEBA پروګرام له لارې د تولید او د غالیو د اوبدلو په برخه کې له دوی سره مرسته شوې ده.


خو دغه تولیدونکي ټینګار کوي چې، د صاداراتو او د غالیو او پلور په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.


نوریه نجفي‌زاده چې په بلخ ولایت کې د غالیو د اوبدلو په برخه کې فعالیت کوي ازادي راډيو ته وویل: "د ACEBA پروګرام موږ سره ډېره مرسته وکړه، د حرفوي زده‌‌‌کړو په برخه کې، د تولیدونکو مېرمنو د معاشونو په برخه کې، دوی په وړیا ډول له کمپنیو سره کار وکړ، خو ستونزې شته، نړیوال بازار ته لاس‌رسی کم دی، په ځانګړي ډول ښځينه نړیوالې پلورونکې نه‌لرو."




شبانه د قالینو او غالیو بله اوبدونکې ده چې ورته ستونزې لري او د متشبثینو سره د مرستې غوښتنه کوي.




شبانه وايي: "د غالیو تولید زیات دی، خو د ښځینه متشبثینو سره باید مستقیمې مرستې وشي، د دوی لپاره نړیوال بازارونه جوړ شي، ځکه په‌دې سره به موږ د سوداګرو تر فشار لاندې نه یوو او خپله به خپل تولید بازار ته وړاندې کوو او خپلو توليداتو کې به نوی والی راولو."


په کابل کې د غالیو یو تولیدونکي حاجي لعل محمد ازادي راډيو ته وویل، سږ کال د غالیو د پلور بازار ښه شوی دی.


هغه وايي: " په اندخوی، اقچه، میمنه، شورتیپه او مزار شریف کې بازارونه ډېر ښه دي، کورني فروشات هم لرو او بهرني هم."


په همدې حال کې په افغانستان کې د غالیو د صادرونکو ټولنې د مدیره پلاوي غړي نور محمد نوري ازادي راډيو ته وویل، د روان کال په لومړۍ ربع کې له اته میلیونه د ډېرو ډالرو غالي بهر ته صادرې شوي دي.


ښاغلی نوري وايي: "په کال ۱۴۰۲ کې یو عشاریه دوه میلیونه متره مربع غالۍ او سترنجۍ صادرات مو درلودل، د کال ۱۴۰۳ په دوه ربعو کې ۷۵۰ متره او د ۱۴۰۱ کال کې ۷۹ په سلو کې زموږ صادارات د پاکستان له لارې کېدل، خو سږ کال ۵۵ په سلو کې د پاکستان او ۴۹ په سلو کې د افغانستان له لارې صادر شوي دي."




د ښاغلي نوري په خبره د پاکستان او ترکیې په ګډون د افغانستان غالۍ ۳۰ هېوادونو ته صادریږي.


نوموړی وايي، د دغو غالیو په اوبدلو کې ۹۰ په سلو کې مېرمنې بوختې دي.


غالۍ د افغانستان له مشهورو تولیداتو څخه دي چې، د صادرونکو د معلوماتو پر بنسټ یې اوس‌مهال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې اوبدل کېږي او نړیوال بازار ته وړاندې کېږي.