افغانستان کې يوشمېر کورنۍ ولې د خپلو ښځو نومونو يادول عيب بولي؟
په افغانستان کې د ښځو د نوم یادولو دودیزې ستونزې او د نوي نسل هڅې.
له کلونو راهیسې د افغانستان په کلیوالي او دودیزه ټولنه کې د ښځې نوم په عامو غونډو، محفلونو، یا حتی کورنۍ مجلسونو کې د یادولو پر ځای، هغه د خپل مېړه یا زوی په نامه یادېږي، لکه "د فلاني ښځه" یا "د فلاني مور."
که څه هم دا ډول چلند یوشمېر کسان په ناموس او درنښت پورې تړلی بولي، خو ډېری ښځې غواړي چې په خپلو نومونو په عامو ځایونو کې یادې شي او د خپل انفرادي پېژند په توګه ومنل شي.
ډېری خلک په ځانګړي ډول په محافظهکارو سیمو کې، ښځې د خپل نوم په ځای د زوی یا مېړه په نامه یادوي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی اکبر جان وایي، ډېری خلک فکر کوي چې د ښځې نوم د یادولو مخنیوی به د هغې عزت او درنښت وساتي.
اکبر جان وایي: "دا زموږ لپاره عیب دی چې د ښځي نوم ور ښیو یا یې ورته اخلو، خلک چې ښځې ته تذکیره جوړوي لا ناراضه دي، وایي دا د ښځې نوم باید نهوي، دا سپکاوی دی."
په نوي نسل کې د چلند بدلون
د ځوانانو په منځ کې د تعلیم او نوې نړۍ سره د اړیکې له امله، اوس ډېری خلک دا پوښتنه کوي چې ایا پهدې وخت کې دا دود د بدلون وړ دی که نه؟
خو ډېری ښځې اوس په پراخه کچه غواړي چې خپل نومونه یې په عامو ځایونو کې یاد شي او د خپل انفرادي پېژند په توګه ومنل شي.
یوه ځوانه فعاله سایره ذاهد وايي: "که د ښځي د نوم ستونزه وای بیا خو د حضرت محمد (ص) د بي بيانو نومونه نه یادېدل، بي بي خدیجه، بي بي عایشه. موږ د خپلې پېژندنې پټولو ته اړتیا نهلرو، زما نوم زما عزت دی او زه په ویاړ سره غواړم چې خلک ما د خپل نوم یا تخلص له لارې وپېژني."
پهدې موضوع کې تعلیم او رسنيو هم اغېز لرلي دي.
ډېری نجونې او ښځې چې په تېرو شلو کلونو کې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې شوې، په غونډو، پروګرامونو او رسنیو له لارې د خپل نوم په لرلو باندې ویاړي.
د کندهار اوسېدونکې شهناز هروي وايي، یو مهال یې کورنۍ نهغوښتل چې نوم یې په رسنیو یا کوم پروګرام کې څرګند شي، خو د وخت په تېرېدو یې خپله کورنۍ قانع کړه چې د هغې نوم په ښکاره ډول یاد شي.
شهناز هروي زیاتوي: "ماته کورنۍ تل دا ویل چې دا زموږ بېعزتي ده، خو ما خپلي کورنۍ ته وښودله چې د نوم یادول د عزت کموالی نه، بلکې د بریا نښه ده."
که څه هم په تېرو شلو کلونو کې پهدې برخه کې پراخ بدلونونه ولیدل شول، خو د ښځې نوم یادول په ډېرو سیمو کې لا هم یوه ننګونه ده چې له امله یې ځینې وختونه ښځې د خپلې پېژندنې حق له لاسه ورکوي او د هغوی شخصیت په ټولنه کې د کورنۍ نوم سره تړل کېږي.