ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

په کوټه کې د تحریک انصاف مظاهره کې ۱۴ کسان ژوبل شوي

0
پوليس وايي په کوټه کې د پاکستان تحریک انصاف د پلويانو د مظاهرې پر مهال ۱۴ کسان ژوبل شوي او لسګونه کسان يې نيولي دي.

د کوټي د پولیسو مشر محمد بلوڅ مشال رېډيو ته وويل چې پرون (د نومبر په اتمه) د تحريک انصاف له پلويانو سره په نښتو کې اته پوليس او شپږ عام وګړي ژوبل شوي دي. نوموړی وايي تر دې وروسته يې د دغه ګوند ۵۲ مظاهره کوونکي پلويان نيولي دي.

بلوڅ زياتوي، دا نښتې وروسته له هغې وشوې چې کله د ضلعي انتظامیې لخوا تحريک انصاف ته پرون په کوټه کې د جلسې کولو اجازه ورنه کړل شوه نو هغوی مظاهرې پيل کړې. بلخوا يو مظاهره کوونکي قسمت شيراني مشال رېډيو ته وويل چې د تحريک انصاف رهبر عمران خان خوشې کولو لپاره به یې مظاهرې راوانې وي: "موږ غواړو چې خان صاحب (عمران خان) دې خوشې کړل شي، د همدې لپاره خپل احتجاج ته دوام ورکوو." 

پاکستان تحريک انصاف نن (د نومبر په نهمه) هم د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې احتجاجي جلسه رابللې. دوی وايي د دې جلسې لپاره تيارۍ شوي او ورته له ټول پاکستانه د پي ټي ای مشران او پلويان ورځي. عمران خان چې دامهال د يوشمېر جرمونو په تور اډیاله زندان کې دی، وايي د ده پرضد بې بنياده مقدمې جوړې کړل شوې دي.