ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د امريکا ټاکنې او د ټرمپ ټاکل کېدل؛ ايا د افغانستان په اړه به د امريکا تګ‌لاره بدله شي؟

0
د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بریا وروسته به د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ادارې تګ‌لاره څه وي؟


د امریکا په ټاکنیزو مناظرو کې د افغانستان مسئلې نه‌شتون ته په پام سره د سیاسي او نړیوالو چارو یوشمېر شنونکي وايي، د دغه هېواد په اړه د امریکا په ستراتېژۍ کې چې د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا یې جوړیږي، په بشپړه توګه بدلون نه‌راځي.


دوی وايي، احتمالا د مالي مرستو کمول، د دوحې د هوکړې پلي کول او د طالبانو په حکومت کې امریکا د نفوذ زیاتول به د امریکا راتلونکې ستراتېژۍ وي.


د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د افغانستان مسئله په اجنډا کې نه‌‌ده، خو د امریکا له نظره لرې هم نه‌ده.




نوموړی وايي: "د امریکا بهرنۍ ستراتېژۍ د ولسمشر له‌خوا نه، بلکې د بهرنیو چارو د وزارت، پنټاګون او سي آی اې له‌خوا جوړېږي، چې اوږد مهاله وي، یعنې له ۶۰ تر ۱۰۰ کلونو پورې او دا ستراتېژي د رییس جمهورانو په تلو او راتلو نه بدلیږي. شاید د کډوالو د قوانین، د ماشوم سقط، کار پیداکولو او یوشمېر نورو مواردو کې د کانګرس له‌خوا بدلون راشي. زه فکر کوم چې امریکا په افغانستان کې پوځي شتون نه‌لري خو استخباراتي حضور لري."


ډونالډټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۶مه) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د امریکا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او منتخب ولسمشر شو.


پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو پوه غوث جانباز وايي، د افغانستان په اړه د امریکا په تګ‌لاره کې به بدلون رانه‌‌شي او په‌دې هېواد کې له اوسني حکومت سره د امريکا روانه ښکېلتيا به دوام ومومي.


هغه وايي: "د ډونالد ټرمپ په واک ته رسېدو سره به، له افغانستان سره د امریکا مالي مرستې کمې شي او د امریکا هره اداره چې واک ته ورسېږي، له طالبانو څخه به د دوحې د تعهداتو د عملي کولو غوښتنه وکړي، تر څو د افغانانو او طالبانو ترمنځ یو ډیالوګ رامنځته شي. امریکا به د طالبانو په حکومت کې دننه خپل نفوذ زیات کړي تر څو د طالبانو په منځ کې د امریکا او لوېدیځ پلویانو غږ لوړ شي."




د یادونې ده چې د متحده‌ایالاتو د تېرو ټاکنو په څېر، د افغانستان مسئلې ته د دې هېواد د ولسمشرۍ د نوماندانو په ټاکنیزو مناظرو کې پام نه و شوی.


خو په همدې حال کې سږکال له افغانستانه د امریکا د وتلو د څرنګوالي مسئله د راتلونکې پالیسۍ په پرتله د ګوندونو د ملامتۍ د یوې وسیلې په توګه راڅرګنده شوه.


که څه هم د امریکا حکومت په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د پرله‌پسې سرغړونو له امله پر طالبانو نیوکې کړي، خو د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو نوماندانو په ندرت سره د دغه هېواد ناوړه وضعیت ته اشاره کړې.


تر دې مخکې ډونالډټرمپ چې اوس یو ځل بیا د امریکا منختب ولسمشر شو، په ټاکنیزو سیالیو کې یې پر خپل پخواني دیموکرات سیال جوبایډن تور ولګاوه چې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ده په خبره ګړندي او نامنظمه ایستلو سره یې د امریکا متحده‌ایالاتو نوم بد کړی دی.




نوموړي په خپل لومړني ټاکنیزې مناظره کې وویل، په افغانستان کې چېرې چې دوی د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزات پرېښودل، ۱۳ ښه سرتېري یې له لاسه ورکړل او پر دې سربېره یې په افغانستان کې د امریکا یوشمېر متحدین او اتباع خوشې کړل.


خو کامالا هریس چې د ولسشمریزو ټاکنو یوه بله نومانده وه، هغه مهال له افغانستانه د وتلو په اړه د بایډن د پرېکړې په دفاع سره ویلي وو چې، د دې هېواد څلورو ولسمشرانو ویلي و، دوی به له افغانستانه ووځي او جوبایډن دا خبره عملي کړه.