د پاکستان پارلېمان د پوځي مشرانو د کاري مودې او د سپريم او های کورټ قاضیانو د شمېر زیاتولو بېلونه منظور کړل
د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د دې هېواد د پوځ د ټولو ځواکونو د مشرانو د کاري مودې او د سپریم کورټ او اسلام اباد های کورټ د قاضیانو د شمېر زیاتولو په ګډون ۶ بېلونه منظور کړي دي.
بېلونه لومړۍ قامي اسمبلۍ او ورپسې سېنېت منظور کړل چې د ولسمشر لخوا ورباندې تر لاسلیک وروسته به رسمي قانون وګرځي.
پر دې مهال اپوزيشن ګوندونو سخت احتجاج وکړ، شعارونه يې ورکړل او د قانون مسودې يې وشلولې، خو د دې سربېره دواړو ايوانونو په جلا جلا غونډو کې په ۳۴ منټه کې بېلونه منظور کړل.
په منظور شويو بېلونو کې د پاکستان د مځکني، هوايي او سمندري ځواکونو د مشرانو کاري موده د درې کلونو پر ځای پینځه کلونو ته زیاتول او د پاکستان سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ د قاضیانو (ججانو) شمېر ډېرول شامل دي.
د بېل تر منظورېدو وروسته د سپریم کورټ د قاضیانو شمېر له ۱۷ څخه ۳۴ ته او د اسلام اباد های کورټ د قاضیانو شمېر له ۹ څخه ۱۲ ته زیات کړل شوي دي.
د بېلونو تر منوظورېدو وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بي بي سي ته ويلي چې جنرال عاصم منير به د ۲۰۲۷ز کال پورې د پوځ مشر پاتې شي. نوموړي زیاته کړې چې عاصم منير په ۲۰۲۲ز کال کې ګمارل شوی وو نو په پوځی قانون کې تر تازه ترميم وروسته هغه به تر ۲۰۲۷ز کال پورې د پوځ مشر وي.
د بېلونو تر منظورۍ وروسته د نومبر پر پینځمه د قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوه چې پکې د تحریک انصاف پارلېماني مشر عمر ایوب خان پر دې نيوکې وکړې.
هغه وويل چې دومره په بېړه د بېلونو منظورول، د ده په وينا، د "شرم" خبره ده او له دې سره دا حکومت "د غلو حکومت" ثابت شو. د نوموړي په وينا کې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپیکر مير غلام مصطفی شاه مداخله وکړه او ويې ویل چې د عمر ایوب خبرې دي له ريکارډ څخه حذف کړل شي.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ مخلوط حکومت له قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه په اساسي قانون کې ۲۶ ترميم منظور کړی وو.
د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ د سېنېټ غونډې ته په وینا کې د مسودې نکات بیان کي چې پکې د اییني جرګګیو جوړول، د هېواد د مشر قاضي ټاکل، د هغه د دندې مودې مشخصول او د سپریم کورټ د قاضیانو د ټاکل شامل ول.