ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

زیلینسکي: پر فساد تورن کسان باید مجازات شي

0
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، فساد له خیانت سره پرته کېدای شي او دی به له پارلمانه وغواړي چې د هغو کسانو لپاره سزا زیاته کړي چې د جګړې په دوره کې د فساد په تور محاکمه کېږي.


هغه پرون یکشنبې په یوه تلوېزیوني مرکه کې چې په خپل ټیلګرام چینل کې یې خپره کړې ویلي، دی به له پارلمانه وغواړي چې د وړاندیزونو پر اساس یې د یوه قانون پر تصویبولو کار پیل کړي.


هغه زیاته کړه پر فساد تورن کسان باید مجازات شي ځکه اوکرایني ټولنه د ده په خبره د ډیموکراسۍ پر لور پرمختګ کوي او دې ته اړتیا ده چې سیستمونه د فساد مخه ونیسي.