ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

'ډبلیو ایف پي' په جولای کې له پنځه نیم میلیونو زیاتو افغانانو سره مرسته کړې

0
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، په جولای میاشت کې یې له پنځه نیم میلیونو زیاتو افغانانو ته خوراکي او نغدي مرستې رسولي دي.


په افغانستان کې د ډبلیو اف پي د پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، د خوراکي توکو په ګډون دا مرستې هغو خلکو ته رسېدلي چې مرستو ته یې سخته اړتیا وه او هم وروستیو سېلابونو ځپلي وو.


د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو کې ۹ میلیونه ډالره نغدي مرسته او ۳۵۰۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي شامل وو چې په ټول افغانستان کې پر اړمنو کسانو وویشل شوه.


د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۹.۲ میلیونو ډېر دی.