ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

اوکراین او روسیې د یو بل د کروز میزایلو او بې پيلوټه الوتکو د له منځه وړلو خبر ورکړی

0
د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، چې د روسیې څلورکروز ډوله میزایل یې له مینځه وړي دي.


دا په داسې حال کې، چې کییف تېره شپه په ټول هېواد کې د هوایي عملیاتو د خطرخبرداری ورکړی و.


دغو ځواکونو پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي، چې دغه میزاییل چې له ستراتیژیکي بم غورځونکو الوتکو څخه د کییف پرلورتوغول شوي وو، د کییف د پوځي ادارې د مشر سیرهي پوپکو په وینا، څلور واړه له منځه وړل شوي دي.


د دغو میزایلو له امله د احتمالي زیانونونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.


په عین حال کې، د روسیې دفاع وزارت نن وویل چې تیره شپه یې د بریانسک او د کورسک د سیمې د پاسه دوه بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه راوغورځول.


دغه بریدیونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي، چې د مسکو د سیمې درې لویو هوایي ډګرونو د کمې مودې لپاره خپل فعالیتونه درولي وو.