ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

ازبکستان: ولسمشر میرضیایف خپله لور، خپله سلاکاره وټاکله

0
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف خپله ۳۸ کلنه لور سیده میرضیاییف د ولسمشرۍ مقام د سلاکارې په توګه ټاکلې ده.


دا خبره د ولسمشر پر رسمي ټیلګرام نن د اګست پر ۲۵ مه خپره شوې ده.


سیدې میرضیاییف تر دې مخکې د ښځو د حقونو او زده کړو په برخو کې ځینې قانونې طرحې وړاندیز کړې وې.


د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې چې ولسمشران یې ټول واک له ځان سره لري، دا ډیره عامه ده چې چارواکي خپلو خپلوانو ته ښې دندې ورکړي.


په ترکمنستان کې ولسمشر سردار بیردي محمدوف د خپل پلار ځای ناستی شوی ، په تاجکستان کې د امام علي رحمان زوی رستم امام علي د مشرانو جرګې د مشر او د دوشنبې د ښاروال په ګډون پر مهمو دندو ګومارل شوي دي.