ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: د افغانانو له بشري حقونو ملاتړ مو نه ماتیدونکی دی

0
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارد بینیت پرون (پنجشنبې) په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالنا بربوک سره ولیدل.


د جرمني د بهرنیو چارووزارت وویل، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرې له ریچارد بینیت سره په کتنه کې وویل، چې هیواد یې د افغانانو د بشري حقونو له ملاتړه لاس نه اخلي او له هغوی سره یې پیوستون ماتېدونکی نه دی.


د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د روان وضعیت او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې.


له بلې خوا بینیت پر خپله ټویټر یا ایکس پاڼه کښلي، چې د جرمني له بهرنیو چارو وزیرې سره په افغانستان کې د بشري حقونو د نازک وضعیت په اړه ږغېدلی دی.