ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

کرکټ؛ افغانستان او پاکستان دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

0
افغانستان او پاکستان نن خپله دوهمه نړیواله یو ورځنۍ کرکټ لوبه کوي.


لوبه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ده او تمه ده چې د افغانستان په وخت د ماسپيښین په دوو بجو پیل شي.


افغانستان په اولنۍ لوبه کې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ۲۰۲ منډو هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او ټوله لوبډله په ۵۹ منډو وسوځېده.


د افغان لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي په بېټېنګ یا توپوهنه کې د خپلې لوبډلې تېروتنې منلې وې او ویل یې چې هیله‌من دی په دوهمه لوبه کې لوبغاړي ښه وځلېږي.