ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د لوبو له میدانه؛ پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

0
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې په ستر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه.


د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې په لوبو بوخته ده.


د تکواندو نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.


په دې خپرونه کې مو د تکواندو له هغه لوبغاړي سره ځانګړې مرکه کړې چې د سرو زرو مډال یې ګټلی.


دغه راز د خپرونې په وروستۍ برخه کې بیا د افغانستان او پاکستان په ترسره شوې سیالۍ له دوو مېلمنو سره خبرې شوي.


د لوبو له ميدانه خپرونه، چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: