ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د پخواني افغان پاچا موټر د امریکا په یوه نندارتون کې غوره جایزه ترلاسه کړې

0
د افغانستان د پخواني پاچا مرسیډیز بنز موټر د امریکا متحده ایالاتونو په یوه نندارتون کې غوره جایزه ترلاسه کړه.


دغه موټر 'پیبل بیج کانکورز دالیګانس' نندارتون اعلان کړی چې سږ کال د دې نندارتون تر ټولو غوره موټر د ۱۹۳۷ کال د بنز کمپنۍ محصول دی.


دا موټر هغه وخت د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په غوښتنه جوړ شوی و.


د دې نندارتون په بیان کې راغلي چې اوسمهال په نړۍ کې د دې موټرو یوازې درې دانې پاتې دي.


په بیان کې راغلي، له ۱۹۵۰ کاله را وروسته دا موټر پنځه ځلې پېر و پلور شوی دی.


ویل شوي چې دا موټر له ۱۹۳۷ نه تر ۱۹۵۰ پورې د افغانستان له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره و او وروسته يې په بریتانیا کې خپل زوم ته ډالۍ کړی و.


په امریکا کې پیبل کانکورز ډالیګانس د موټر یو پخوانی نندارتون دی چې هر کال د اګست په میاشت کې د امریکا په کلفورنیا کې جوړېږي.