د ملي مقاومت په نوم جبهې په کاپیسا کې د ۳ طالبانو د وژلو ادعا وکړه
د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهه ادعا کوي چې په کاپیسا ولایت کې یې په یوه برید کې د طالبانو پنځو غړیو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دې جبهې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د زمري د ۳۰مې په شپه یې ځواکونو د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ چې په نتیجه کې یې درې طالبان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
د بیان له مخې د مقاومت جبهې غړیو ته چې دغه برید یې ترسره کړی زیان نه دی رسېدلی.
دې جبهې همدارنګه ادعا کړې چې په بدخشان ولایت کې یې د تېرو یولسو ورځو په نښتو کې له څلویښتو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو د حکومت چارواکو د ملي مقاومت د جبهې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او له دې مخکې یې هم په دې اړه د خپل دریځ د څرګندونو لپاره د ازادي راډیو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د افغانستان روان وضعیت ته په کتو داهم ګرانه ده چې په خپلواکه توګه دا ډول ادعاوې تایید شي.