ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د اوچا مشر: په افغانستان کې له دوو کلونو راهیسې ۳۸ مرستندوی کارکوونکي وژل شوي

0
د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې، اوچا مشر دانیال اندرس وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د مرستندویو موسسو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي دي.


اندرس پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د دغو مرستندویانو ډیری د ګوزڼ ضد واکسینران او ماین پاکان وو.


د اوچا مشر په عین حال کې ویلي، چې یو شمېر مرستندویان دا مهال بندیان دي.


ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان چا او چیري بندیان کړي دي.