ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

مولوي عبدالکبیر: ایران سره د اوبو لانجه د جګړې پرځای، په تفاهم حل شوې ده

0
د ایران ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې له ایران سره د اوبو لانجه د جګړې پر ځای د تفاهم له لارې حل شوې ده.


مولوی عبدالکبیر پرون (شنبې) دا له نړۍ سره د طالبانو د حکومت د ښه تعامل او سیاست بېلګه وبلله او ادعا یې وکړه چې د نړۍ هیوادونه پوی شوي چې له «اسلامي امارت» سره تعامل د سیمې او نړۍ د ثبات او ډاډمن امنیت لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.


د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال دا څرګندونې ۵ ورځې وروسته له دې کړي، چې یو ایرانی تخنیکي پلاوی د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د هلمند د اوبو په سرچینه کې د اوبو اندازه وکتله.


ایراني چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره د اوبو پر سر موافقې ته رسیدلي او که نه دي.