ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

پوتین له اوکراین سره د جګړې د قوماندې مرکز ته تللی

0
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، روستوف ان دون ته تللی دی.


دا سیمه د اوکراین په جګړه کې د روسیې د مرکزي قوماندې مرکز دی. 


کرملین په یوه بیان کې نن وویل، چې په روستوف ان دون کې به ولسمشر پوتین د ځانګړیو پوځي عملیاتو په مرکز کې د روسیې له لوی درستیز او نورو پوځي مشرانو سره وګوري. 


په دې بیان کې د دې لیدو کتو د وخت په اړه معلومات نه دې خپاره شوې او دا اطلاعات په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.