ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د اوکراین ولسمشر: نن مې مېرمنې سره سویډن ته ځم

0
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په خواله رسینو کې خبر ورکړ، چې دی او د ده میرمن اولینا به نن سویډن ته ولاړ شي. 


زیلینسکي وایي، چې دی به د دې سفر په ترڅ کې د سویدن له صدراعظم اولف کرسترسون، د سویډن د شاهي کورنۍ له غړیو او نورو چارواکو سره وګوري. 


زیلینسکي څرګنده کړه، چې هدف یې د اوکراین د پلیو او هوایي ځواکونو پياوړي کول دي. 


سویډن، هالنډ، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، لوګزامبورګ، ناروې، پرتګال، رومانیا او برېتانیا هېوادونو تېره میاشت ژمنه وکړه، چې دوی به د ایف شپاړس الوتکو لپاره اوکرایني پیلوټان وروزي.