ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

نن د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده

0
د اګسټ ۱۹مه د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده. 


دا ورځ د هغو کسانو په نوم ده، چې په بشردوستانه کړنو بوخت وي. 


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د دې ورځې مبارکي هغو کسانو ته ویلي، چې د بشري مرسته رسولو په کارونو بوخت دي. 


دا ورځ سږ کال؛ مهمه نه‌ده د چا لپاره، مهمه نه‌ده چېرته او مهمه نه‌ده چې څنګه تر شعار لاندې نمانځل کېږي. 


دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې بیا د نورو په ګډون هغه ښځې هم له کار کولو منع شوي چې د بشري مرستو رسولو په چارو کې په دندو بوختې وې.