ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

کرکټ؛ د پاکستان ملي لوبډله افغان لوري سره د لوبې لپاره سریلانکا ته رسېدلې

0
د پاکستان ملي لوبډله هم له افغانستان سره د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبولو په موخه د سریلانکا همبنټوټا ښار ته رسېدلې ده. 


د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي دي، چې مېلمنه لوبډله یې تېره ورځ د اګست په ۱۷مه نېټه سریلانکا ته ور رسېدلې ده. 


د دې سیالیو کوربتوب افغانستان کوي او افغان لوبډله بیا یوه اونۍ وړاندې د لا غوره چمتوالي په موخه سریلانکا ته تللې ده. 


ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ سیالۍ د اګست په ۲۲مه نېټه د سې شنبې په ورځ پیل شي. 


دواړه لوبډلې به د اګست په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه دویمه او درېیمه سیالي هم ترسره کړي. 


باید وویل شي، دا لومړی ځل دی چې پاکستان او افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لوبوي.