ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

ملګري ملتونه: د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین کې نږدې ۹ نیم زره ملکیان وژل شوي

0
ملګري ملتونه تاییدوي، چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې نږدې نهه نیم زره ملکیان وژل شوي دي.


د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن د (اګسټ۱۵) تایید کړه، چې د قربانیانو په منځ کې لږ تر لږه ۵۴۵ یې ماشومان دي.


د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې شوي دغه ارقام وروستي نه دي او ښايي د قربانیانو شمېر تر دې لوړ وي.


 ډیر کله د اوکراین په ځینو سیمو کې د سختې جګړې له امله د تلفاتو شمېرې پر وخت نه خپرېږي.


ملګري ملتونه وايي، د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په اوکرایین کې شاوخوا ۱۷ زره کسان ټپیان شوي چې له زرو ډېر یې ماشومان دي.