ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ نن یوه ۷۳ کلنه ښځه هم وژل شوې

0
اوکرایني چارواکو ویلي، پر اوکراین د روسیې د نن سهار (شنبې) په بریدونو کې یوه ۷۳ کلنه میرمن او یو پولیس وژل شوي دي. 


رویترز خبري اژانس د خارکیف د والي اوله سنیهوبوف له قوله ویلي، دا زړه ښځه پر هستوګنه د روسیې په برید کې وژل شوې ده. 


د رویترز د راپور پر بنسټ، د اوکرایین د کورنیو چاور وزیر ایهور کلیمنکو پر خپل ټیلګرام لیکلي، د زاپوریژیا په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۱۲ تنه نور د څلورو پولیسو په ګډون ټپیان شوي دي. 


هغه ویلي، روسانو له یوه هدایت شوي هوايي بم څخه کار اخیستی دی. 


د رویترز اژانس لیکلي، په مستقله توګه د اوکراین د حکومت راپور تاییدولی نه شي.