ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا او فرانسه نن په منځ لوبه کې لوبیږي

0
د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې په منځلوبو یا کوارټر فاینل کې نن استرالیا او فرانسه د لوبې میدان ته وځي. 


د دې خبر د خپریدو تر شېبې هیڅ لوبډلې ګول نه دی وهلی.   


تمه ده، چې د انګلستان او کولمبیا تر منځ سیالۍ په څو ساعتونو کې پیل شي. 


د نن ورځې ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي. 


د جمعې ورځې په لوبو کې اسپانیا او هالنډ نیمه پایلوبې ته وتلي وو. 


د ښځینه فوټبال نړیوالو جام د استرالیا او نیوزیلند په کوربتوب د جولای میاشتې په شلمه پیل او د اګست تر شلمې دوام کوي.