ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

نن د ځوانانو نړیواله ورځ ده

0
نن د اګسټ دوولسمه د ځوانانو نړیواله ورځ ده. 


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په ټوله نړۍ کې ځوانان د هغو مسایلو په اړه غږ پورته کوي چې د دوی نسل ته مهم دي. 


 هغه زیاته کړې، دی له ځوانانو سره درېږي او د سوکاله، مساوي او انعطاف وړ راتلونکي لپاره کار کولو ته دوام ورکوي. 


د ځوانانو نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته،په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د بېلابېلو لاملونو له مخې وطن پرېښودو ته اړ شوي. 


تر خوا یې د بې‌روزګارۍ  کچه ډېره پورته تللې او  ځوانان نیوکه کوي چې له لوړو زده‌کړو سره سره، دندې نه ورکول کېږي. 


د طالبانو حکومت بیا له دې ټولو ناخوالو سره له ځوانانو غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي.