ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

سوریه: د داعش د وروستي برید د تلفاتو شمېر ۳۳ تنو ته رسېدلی

0
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې نن ویلي، د سوریې پر حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش په برید کې ۳۳ سرتیري وژل شوي دي. 


د فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې، له دې وړاندې د  وژل شویو سرتیرو شمیر ۲۶ تنه اعلان کړی و.


راپور وايي، د سوریې د حکومت د سرتیرو پر یو بس د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد په ختیځ کې د دیرالزور په ولایت کې برید وشو چې مسولیت يې داعش ومانه. 


د سوریي د بشري حقونو  د څارونکې ډلې په خبره، دا په روان کال کې د سوریي پر حکومتي سرتیرو د داعش تر ټولو مرګونی برید دی.