ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

روسي محکمې د اوکراین جګړې په مخالفت تورن لیکوال ته برات ورکړ

0
د روسیې په پرم ښار کې یوې محکمي لیکوال الکساندر نیکونوف ته برات ورکړی دی.


د نیکونوف مدافع وکیل پرون وویل، محکمي دې روسيي لیکوال ته په ټولو لګیدلو تورونو کې برات ورکړ.


۸۲ کلن نیکونوف د روسیه د پوځ په بدناموالو هغه وخت تورن شو، چې په یو پارک کې یې د خپل کتاب د خرڅولو پر مهال یو کس سره د روسیې د پوځ په اړه خبرې وکړې.


هغه کس چې نیکونوف ورسره خبرې کړې وې، پولیسو ته راپور ورکړ او ويې ویل چې لیکوال ده ته سپارښتنه وکړه چې د اوکرایین جګړې ته دې نه ځي، او پر ځای دې يې د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې د سیاسي مخالفانو خبرو ته غوږ شي چې څه وايي.


له دې وروسته پلټونکو وموندله چې د نیکونوف د کتاب ادبیات داسې کارول شوي چې موخه يې د روسیې د پوځ بدنامول دی.


پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته په روسیه کې د پوتین ګڼ سیاسي مخالفان ځپل شوي  او زندانونو ته اچول شوي دي.